[ خبرونه ]

د مقتدى الصدر ملاتړکوونکو په بغداد مظاهرې کړي:
د مقتدى الصدر په لسګونو زرو ملاتړو د عراق په مرکز بغداد کې وروسته له هغه مظاهرې وکړې ، چې دعراق په جنوب کې د هغه د مهدي لښکرو پر ضد عمليتو زور اخيستى . د بغداد د صدر په ښار کې په لسګونو زرو خلکو د صدراعظم نوري ال ماليکي چې امريکا يې ملاتړ کوي له کار څخه د ليري کېدو غوښتنه کوله . نوري الماليکي له مقتدى الصدر څخه غوښتنه کړې چې د جمعې تر ورځې پوري ټولې وسلې تسليم کړي کنه حکومت به دهغه پر ضد سخت اقدام وکړي.