د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان د افغانستان د بهرینو چارو له وزیر سره په خبرو کې له سیمې سره د تاجکستان د ترانزیت او د انرژۍ د انتقال په برخه کې افغانستان مهم وباله.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له خوا خپره شوې اعلامیه وايي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر پرون د تاجکستان په پلازمینې دوشنبې کې له ښاغلي امام علي رحمان سره وکتل.
د تاجکستان ولسمشر زیاته کړې، د ترهګرۍ او مخدره موادو په وړاندي مبارزه کې د سیمې د هیوادونو ګډې هڅې به ګټورې وي.
د افغانستان د بهرنیو چار وزیر ډاکتر رنګین دادفر سپنتا دوشنبې له خپلو ایراني او تاجیکي سیال سره پر فرهنګي، علمي او اقتصادي مسایلو د درې اړخیزې غونډې لپاره تللی دی.