[ خبرونه ]

دناټو عمومي منشي هيلمن دى دروسيې جمهور رئيس ولادمير پوتين به د ناټو په کلنۍ غونډه کې دلويديځ په اړه بې ګټي وينا ونه کړي
دناټو عمومي منشي ( يپ دې هوپ شيفر) وايي دى هيلمن دى دروسيې جمهور رئيس ولادمير پوتين به د ناټو په کلنۍ غونډه کې دلويديځ په اړه بې ګټي وينا ونه کړي. دناټو غونده رانوې اوونۍ د رومانيا په مرکز بخاريست کې جوړيږي. د ناټو عمومي منشي ( يپ دې هوپ شفير) د بريتانيا د فايننشيل ټايمز ورځپاڼې ته په مرکه کې وويل ، اميدواره دى چې د ناټو او روسيې د شورا په غونډه کې دجمهور رئيس ولادمير پوتين او ناټو هيوادونو د مشرانو تر منځ سمي خبرې وسي او ددوى تر منځ بحثونه رغنده وي.