www.azadiradio.org
 
يكشنبه, 23 مارچ 2008
 
[ خبرونه ]

print versionemail the site to a friend
د بلخ ولايت په چمتال ولسوالی كی نن د ماين پاكانو پر موټر د يوی حملی په ترڅ كی څلور تنه ماين پاكان ووژل شول او دری نور ټپيان شول.
دبلخ ولايت دچمتال ولسوالۍ دشكرقول په سيمه كې نن له غرمې وروسته دوسله والوكسانوپه حمله كې څلورتنه وژل شوي اودرې نورټپيان دي .
دبلخ دامنيت آمرعبدالروف تاج دآزادۍ راډيوته پيښه تاييد كړه او وي ويل چې دغه حمله دمين پاكانوپه موټرشوئ او وژل شوي اوټپيان ټول دمين پاكۍ دموسسې كاركوونكي دي.
طالبانوادعا كړې چې په دې موټركې يې لس كسه بهرني عسكروژلي خود بلخ ولايت امنيتي مسوولين دا ادعا بي ځايه بولي .


news archive
 
top of the page
Radio Free Europe / Radio Liberty © 2008 RFE/RL, Inc. All Rights Reserved.webmaster@rferl.org
border