[ خبرونه ]

د اورپايي اتحاديې د 27 هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه نن د ( سلو وينيا) په هيواد کې پيل سوه .
د اورپايي اتحاديې د 27 هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه نن د ( سلو وينيا) په هيواد کې پيل سوه . توقوع کيږي په غونډه کې به ډيره پاملرنه د بالکان هيوادونو ته وي . د ناټو دبهرنيو چارو وزيرانو لومړى د سربيا د بهرنيو چارو له وزير ( ويک يارمېڅ ) سره خبرې پيل کړې. داروپايي اتحاديې د پراختيا کميشنر وويل په دې غونډه کې ددې چانس برابر سو چې له ( بلګراد ) څخه وغواړي په انزواکې د پاته کېدو پر ځآى په دغې اتحاديې کې د غړيتوب پر لاره غورو کړي. د سر بيا اړيکي د اروپايي اتحاديې د ډيرو غړيو هيوادونو سره د کسوو د خپلواکۍ دپېژندلو په خاطر پېچلې سوې.