[ خبرونه ]

د عراق صدراعظم نوري ال ماليکي د شعيه ګانو روحاني مشر مقتدى صدر څخه د وسلو دتسليميدو غوښتنه کړې ده .
نن د دريمې ورځې لپاره د عراق په جنوب بصره کې د عراقي امنيتي پوځونو او شعيه مهدي مليشياوو تر منځ جګړه دوام لري.
دعراق صدراعظم نوري الماليکي په بصره کې د شعيه ګانو له روحاني مشر مقتدى الصدر څخه غوښتنه کړې چې تر سبا پوري ټولې وسلې تسليم کړي، کنه حکومت به يې پر ضد سخت اقدام وکړي. نوري الماليکي دا ګواښ د حکومت لخوا د مقتدى صدر د مهدې لښکرو د عملياتو پر دوهمه ورځ وکړ . مقتدى صدر له صدراعظم نوري الماليکي غوښتنه کړې چې له بصرې څخه ووځي. او مذکرې پيل کړي . نوري الماليکي په بصره کې د حکومت لخوا د عملياتو څارنه کوي.
له تېرې اوونۍ راهسي چې په بصره کې نښتې پيل سوي د ګڼ شمېر خلکو دمرګ ژوبلې راپورونه ورکړل سوي دي.