ددي وزارت وياند زمري بشري نن په يوي خبري غونډي كي ويلي چي افغان پوليس توانيدلي چي د يكشنبي په ماښام د پاكستان او افغانستان په سرحدي سيمي كي له اور څخه شا او خوا دوسوه ټانكره وژغوري او ددي پيښي قربانيان په سم لاسي تو ګه د ننګرهار روغتون ته انتقال كړي
پدي پيښي كي په لسګونو هغه ټانكرونه سوزيدلي چي ويل كيږي افغانستان كي يي ميشتو نړيوالو ځواكونو ته تيل راوړل
او دغه راز ددي ټانكرو چلونكي او نور كسان پكي ټپيان شوي دي
ددي اور لګيدنۍ علت لا تر اوسه ندي معلوم شوي خو پدي اړه پلټني پيل شوي دي
ويانده: حسيبه شهيد