د افغانستان د دفاع وزارت د طالبانو هغه اعلامیه یوازې رواني جګړه وبلله چې پکې ویل شوي، طالبان په روان پسرلي کې له نويو تکتیکونو سره عملیات پیلوي.
د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د ازادې راډيو ته وویل، طالبان نشي کولای چې یوه منظم ځواک مات کړي او دا خبرې یوازې د خلکو د پریشانه کولو لپاره کوي.
د طالبانو د رهبري شورا ر مرستیال ملابرادر اخندزاده د یوې اعلاميې په ترڅ کې ویلي چې وسلوال جنګیالي به یې روان پسرلی د عبرت په نوم نوي عملیات پیل کړي.
ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي د ازادۍ راډیو ته له یوه نامعلوم ځای نه په تلیفون وویل، چې په دې دې عملیاتو کې به یې له زړو تکتیکونو سربیره له یو شمیر نوینو جنګي تکتیکونو هم کار واخیستل شي.