دپاکستان پارلمان نن نوي صدراعظم ( يوسف رضا ګېلاني ) ته د اعتماد رايي ورکړې. ښاغلى ګېلاني چې تېره اوونۍ د پارلمان دنويو وکيلانو لخوا د صدراعظم په توګه انتخاب سو ، وويل چې د ټروريزم ځپل او دسولې راوړل به دده د حکومت په لومړي توب کې وي. نوموړي په خپله وينا کې وويل نوې کابينه د هغو وسلوالو سره خبرو ته چمتو ده چې خپلې وسلې پر مځکه کښيږدي. ښاغلى ګېلاني زياتوي
ًموږ په خپل هيواد کې د سولې د ټينګېدو او د ترريوم ضد مبارزې ته لومړيتوب ورکوو. د ټرريوم ضد جګړه زموږ خبله جګړه ده ، ځکه چې په دغې جګړې کې زموږ پې ګناه ماشومان او عسکر وژل سوي دي. له بده مر غه ځيني کسان زور زياتى د خپلې مفکور په خاطر مني . اوس چې زموږ هيواد ديموکراسۍ پر لور سفر پيل کړى ، نو زه له ټولو څخه غواړم چې دخشونت لاره پريږ دي او زموږ سره يوځاى سي ً
هغه داراز وويل هغه قاضيان به بېرته په کار وګماري چې جمهور رئيس پرويز مشرف د اضطراري حالت پر وخت له کاره ګوښه کړي ول .