[ خبرونه ]

د امريکا د دفاع وزير (رابرت ګېټس) دامريکا د اټومي وسلو او نورو مربوطو موداو د بشپړې موجودي اخيستلو امر کړى دى
د امريکا د دفاع وزير ( رابرت ګېټس) دامريکا د اټومي وسلو او نورو مربوطو موداو د بشپړې موجودي اخيستلو امر کړى دى . داوروسته له هغه چې دامريکا بلاستيک ميزايل ( فيزونه ) د تايوان هيواد ته په غلطي کې ليږل سوي وو . رابرت ګېټس د امريکا د هوايي ، بحري د فاعي ځواک لوجيستيک چارواکو ته وويل چې ددې موجديې اخيستلو پروسه ښه وڅاري او راپور يې په دوو مياشتو کې وړاندي کړي. دا اقدام وروسته له هغه وسو کله چې امريکا اعلان وکړ تايوان ته يې د هليکوپترو د بېټريو پر ځاى د بالستيک ميزايل فيزونوه ليږلي دي.