www.azadiradio.org
 
دوشنبه, 24 مارچ 2008
 
[ خبرونه ]

print versionemail the site to a friend
په پيکينګ کې دترسره کيدوونکو المپيک لوبو مشعل نن د يونان په لرغونې سيمې اولمپيا کې روښانه کړاى شو
دا مشعل به په راتلوونکو پنځو مياشتو کې د نړۍ شلو هيوادونو ته ويوړل شي او د اګيست د مياشتې په اتمه نيټه به د چين مرکز پيکينګ ته ورسيږي. د المپيک لوبو د مشعل د روښانه کولو مراسم د تبيت دپلوى مظاهره کوونکو له خوا له خنډو ځنډ سره مخامخ شوي وو. په تبيت کې مظاهره کوونکي په چين کې د المپيک له لوبو سره مخالف دي.
د المپيک دنړيوالې کميټې مشر په پيکينک کې د المپيک له لوبو څخه دفاع وکړه او وويل سره له دې چې پرچين د بشري حقونو په برخه کې انتقادونه کيږي لوبي به په چين کې ترسره شي.
د نوموړى په وينا دا به چين ته ددې فرصت برابر کړي چې له نړۍ سره وپيژنې.

ژباړه او وياند: ابراهيم اميري



news archive
 
top of the page
Radio Free Europe / Radio Liberty © 2008 RFE/RL, Inc. All Rights Reserved.webmaster@rferl.org
border