www.azadiradio.org
 
يكشنبه, 23 مارچ 2008
 
[ خبرونه ]

print versionemail the site to a friend
په عراق كی د تاوتريخوالی په تازه پيښو كی په لسگونو كسان وژل شويدی.
په عراق كی د تاوتريخوالی په نويو پيښو كی په لسگونو كسان وژل شويدی.
د عراق په پايتخت بغداد كی په زرغون نومی زون باندی چی ټينگ امنيت يی نيول شوی، د راكټونو او هاوانو گولي ويشتل شوی.
سمدستی د زيانونو راپورونه ندی وركړل شوی. خو پوليس وايی چی حد اقل دوه تنه دزرغون زون د باندی ووژل شول.
په يوی بله پيښه كی د بغداد په يوی سيمه كی چی سونیان او شيعان په گډه اوسی وسله والو كسانو له دری موټرو څخه پر لارويانو ډزی وكړی.
د پوليسو په وينا په دغی حملی كی لږترلږه اوه كسه ووژل شول او ١٦ نو ر ژوبل شول.
له بلی خوا په شمالی ښارموسول كی نن د يوی امنيتی پوستی په مخ كی په پارك شويو زغروالو وسيلو د ځان وژونكی موټری بم چاودنی په ترڅ كی لس عراقی عسكر ووژل شول او پنځوس نور ژوبل شول.
په همدی حال كی دامريكا پوځ وويلی چی د بغداد په شمال باقوبه ښار گوټی ته نژدی پر يوه كوريی د عملياتو په ترڅ كی دولس وسله وال مخالفان وژلی دی.


news archive
 
top of the page
Radio Free Europe / Radio Liberty © 2008 RFE/RL, Inc. All Rights Reserved.webmaster@rferl.org
border