[ خبرونه ]

چين د تبت په جلاوطنه بودايی مشر تورولگاوه چی په تبت كی په تروريستی د سيسو سره هڅه كوی په پيكينگ د المپيك لوبی تخريب كړی.
چين د تبت په جلاوطنه بودايی مشر تورولگاوه چی په تبت كی په تروريستی د سيسو سره هڅه كوی په پيكينگ د روان كال المپيك لوبی تخريب كړی او سيمه ايزكمونيستی مشران راوپرزوی.
د چين د واكمن كمونيستی گوند رسمی ورځپاڼی د پيپلز ډيلی نن وويل دالای لاما له ١٩٥٩ كال وروسته چی له هيواد تښديلی، هيڅكله هم تاوتريخوالی ندی غندلی.
د تبت پر تبعيدی مشر دغه تور د هغه تاوتيخوالی وروسته لگول كيږی چی د تبت په مركز لهاسا كی د بودايی راهبانو له خوا تقريبا له دو اونيو راهيسی د حكومت ضد مظاهرو په ترڅ كی رامنځته شوی.
د الای لاما چی په ١٩٨٩ كال كی يی د نوبل د سولی جايزه گټلی، په دغه تاوتريخوالی كی لاس لرل رد كړيدی.