[ خبرونه ]

دسويز په کانال کي دامريکا دپوځي بيړي په ډزو يو مصري وژ ل شوي او دوه نور ژوبل دي .
راپورونه وايي چې دسويز په کانال کي دامريکا دپوځي بيړي په ډزو يو مصري وژ ل شوي او دوه نور ژوبل دي . د رويترز او فرانسي د خبري اژانسونو په حواله د امريکا له پوځي بيړي څخه هغه مهال په مصري کشتي باندي ډزي وشوي چې د درولو اشارې ته يې پاملرنه ونه کړه . راپورونه وايي داسي ښکاريدل چې مصري بيړي هغه مالونه انتقالول چې دسويز دکانال له لاري په تيريدونکو نورو بيړيو باندي خرڅيږي . دغه امريکايي کشتي يوه کانتينر لرونکي کشتي وه چې دسويز د کانال له لاري يي غوښتل له سره سمندرګي څخه مديتراني ته واوړي .