www.azadiradio.org
 
شنبه, 29 مارچ 2008
 
[ خبرونه ]

print versionemail the site to a friend
د بريتانيا ددفاع وزير وايي حکومت بايد دخشونت د له منځه وړلو لپاره له طالبآنو سره خبرې وکړي.
د بريتانيا د دفاع وزير ( دس براون ) د ډيلې ټېلګراف ورځپانې سره په مرکه کې ويلي و چې حکو مت بايد له وسلوالو طالبانو او نورو سختدريځ عناصرو سره د خشونت د د ختمېدو لپاره خبرو ته چمتوالى وښيي . دس براون د شمالي آيرلنډ او افغانستان دسولې پروسه سره پرتله کړه . د براون داخبرې د هغه د هغې وينا پخلى و چې تېر منى يې د کارګر ګوند د حکومت د کلنۍ غونډې پر وخت کړې وه . ښاغلي بروان هغه وخت ويلي و چې بايد د افغانستان د سولې په پروسه کې طالبانو ته د ګډون ورکولو موقع ورکړه سي . خو بروان په ننۍ مرکه کې وويل چې له القاعده سره د خبرو هيڅ لاره نه سته ځکه چې هغوى د ديموکراسۍ يا زموږ د ژوند د لارې او طريقې خلاف دي او بندول يې غواړي .


news archive
 
top of the page
Radio Free Europe / Radio Liberty © 2008 RFE/RL, Inc. All Rights Reserved.webmaster@rferl.org
border