[ خبرونه ]

په عراق کې امريکايي لوړ رتبه قوماندان جنرال ديويد پيتروس وايي داسي شواهد شته چې د عراق په مرکزبغدادکې دشنه کمربند په سيمه باندي د هاوان په ويشتلو کې د ايران لاس دي .
په عراق کې امريکايي لوړ رتبه قوماندان جنرال ديويد پيتروس وايي داسي شواهد شته چې د عراق په مرکزبغدادکې دشنه کمربند په سيمه باندي د هاوان په ويشتلو کې د ايران لاس دي .
پتروس له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي هغه فکر کوي په هغه حمله کې چې د يکشنبي په ورځ وشوه د ايران له خوا وسايل برابر شوي او ياغيانو ته روزنه ورکول شوي وه .
اسو شيتت پرس خبري اژانس د امريکا د سمندري ځواکونو د قوماندان او پوځي وياند له قوله وايي چې په شنه سيمه باندي ويشتل شوي هاوان په ايران کې جوړ شوي او د قدس دقواوو له خوا ياغيان ته ورکړاي شوي دي . قدس د ايراني ځواکوانو يوه مخکښه ډله ده . يادشوي وياند وايي چې بريد د شيعه سخت دريزو له خوا شوي دي . خو ايران لا ترا وسه دامريکا ددي تورونو په اړه څه نه دي ويلي .