www.azadiradio.org
 
پنجشنبه, 27 مارچ 2008
 
[ خبرونه ]

print versionemail the site to a friend
دامريکا د جمهوريت غوښتونکي ګوند کانديد سناتور ( جان مکين ) وايي د ګوانتنامو زندان بايد بند سي.
دامريکا د جمهوريت غوښتونکي ګوند کانديد ( جان مکين ) وايي امريکا بايد له نورو هيوادونو سره نژدې خبرې وکړي او دخپلو متحدينو نظريې واوري . مکين د چارشنبې په ورځ د بهرنۍ پاليسۍ په هکله د خپلې وينا پر وخت هڅه وکړه چې د جمهور رئيس بوش د بهرنۍ پاليسۍ څخه فاصله ونيسي.
مکين وايي :

زموږ دستر قدرت معنا دا نه ده هر وخت هرچيري هرڅه چي وغواړو کولاى سو . او يا داچي د کاميابۍ په لاره کې په هرڅه پوهيږو . په هرڅه اگاهي لرو . موږ بايد د نورو خبرې هم واورو . موږ بايد د خپلو ديموکراتيکو متحدينو نظريو ته احترام ولرو .


جان مکين د ګوانتانامو زندان د بنديدو غوښتنه وکړه . په ګوانتانامو کې مشکوک ترريستان توقيف دي. سناتور مکين داراز وويل چې امريکا بايد دنړۍ د اقليم له بدلون سره په مبارزه کې مهم رول ولوبوي ا و بايد له امريکا څخه دباندي د اقليم د بدلون تاثيرات له نظره ونه باسي.



news archive
 
top of the page
Radio Free Europe / Radio Liberty © 2008 RFE/RL, Inc. All Rights Reserved.webmaster@rferl.org
border