[ خبرونه ]

ګرجستان نن بيلتون غوښتونکي سيمې ( آبخازيا) ته په واک کې دشريکېدو وړانديز وکړ.
ګرجستان نن بيلتون غوښتونکي سيمې ( آبخازيا) ته په واک کې دشريکېدو وړانديز وکړ. رانوي اوونۍ د رومانيا په مرکز بخاريست کې دناټو مشرانو کلنۍ غوڼده جوړيږي . دناټو ځيني غړي هيوادونه وايي د ګرجستان د بېلوتون غوښتونکو سيمو مسله ګرجستان بې ثباته کوي او بايد د ناټو په تړون کې دګرجستان د شامليدلو اقدام له پامه ليري سي. خو دګرجستان جمهور رئيس ( ميخايل ساکاشوېلې) نن ابخازياته د جمهور رئيس د مرستيال دڅوکۍ ، په پارلمان کې داستازو او د آزادي تجارتي سمي او ګډو امنيتي خدماتو وړانديز وکړ.