د سرحدي پولیسو د څلورمې لوا قومندان رحمت الله صافي وايي، وسلوالو طالبانو د هرات په شنډنډ ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر یوې پوستې حمله کړې، څلور پولیسه او ده ملکي وګړي یې وژلي دي.
ښاغلي صافی وویل، حمله د ایران له پولې سره نږدې شوې او وسلوال طالبان په تیښته بریالي شوي دي.
بل خوا ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي د ازادۍ له راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې په حمله کې وژل شوي شپږ کسان ټول پولیس دي.