www.azadiradio.org
[ windows media ] [ realaudio ] [ listen live ]
 
يكشنبه, 23 مارچ 2008
 
[ خبرونه ]

print versionemail the site to a friend
د نړی د كاتوليكانو ستر مذهبی مشرد ايستريا دعيسويانو د اختر په مناسبت پيغام كی په نړی كی د سولی د ټينگيدو غوښتنه وكړه.
د نړی د كاتوليكانو ستر مذهبی مشر پاپ بينيديكت شپاړسم د ايسترياد عيسويانو د اختر په مناسبت پيغام كی چی نن يی خپوركړ، په نړی كی په تيره بيا په تبت، عراق او دارفوركی د سولی د ټينگيدو غوښتنه وكړه.
له واتيكان څخه په خپل پيغام كی پاپ په نړی كی بی عدالتی كركه او خشونت وغانده او هغه يی پر بشريت يو گوزار وباله.
پاپ چی راتلونكی مياشت ٨١ كلن كيږی، د ميلاد مسيح اختر پداسی حال كی له هغو په لسگونو زرو كسانو سره يوځای چی د واتيكان د سانت پيترز په ميدان كی راټول شوی وو، ولمانځه ، په ټوله نړی كی مسيحيان د هغه د بيا پيدايښت ياد تازه كوی.


news archive
 
top of the page
Radio Free Europe / Radio Liberty © 2008 RFE/RL, Inc. All Rights Reserved.webmaster@rferl.org
border