[ خبرونه ]

په عراق کې د القاعده يو مشر نيول سوى دى:
دعراق د دفاع وازارت وايي ددې هيواد په شمال د موصول په ښار کې يې د القاعده يو مشر ( ابو ايوب ال مصري ) نيولى دى. ددفاع وزارت وياند وويل په موصول کې د دوى يو قومندان د المصري د نيول کېدو خبر ورکړى دى. د عراق د کورنيو چارو وزارت بيا وايي چې المصري د عراقي پوليسو د حملې په نتجه کې نيول سوى ، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي. دامريکا پوځ وايي ددې راپورونو په اړه معلومات کوي. کله چې په 2006 م کال د القاعده مشر ( ابو مصعب ال زرقاوي د امريکايانو په حمله کې ووژل سو ، نو پر ځاى يې ابو ايوب ال مصري وټاکل سو .