[ خبرونه ]

د ايران لوى مذهبي مشر وايي ايران به له خپلو حقوقو څخه تېر نه سي او د تهديدونو په وړاندي به خپل سر ټيټ نه کړي
د ايران لوى مذهبي مشر ايات الله علي خامنيي نن وويل ايران به له خپلو حقوقو څخه تېر نه سي او د تهديدونو په وړاندي به خپل سر ټيټ نه کړي. هغه په خاصه توګه د ايران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه څه ونه ويل. خو ايراني مقاماتو په وار وار د اټومي پروګرام دبنديدلو خبره رد کړې او وايي چې دا دوى ملي حق دى. د جمعې په ورځ د نړۍ ستر هيوادونه د اټومي پروګرام د بنديدو لپاره ايران ته دامتيازياتو پر نويو پشنهادونو رضا سول . امريکا او يو شمېر لويديځ هيوادونه له دې اندېښنه لري چې ايران غواړي په پټه اټومي وسلې جوړي کړي ، خو ايران وايي ددوى اټومي پروګرام سوله ئيز اهداف لري ايران په 2006 م کال د لويديځ هيوادونو لخوا د ورته امتيازياتو پشنهادونه رد کړي ول.