د روسيې پارلمان ( دوما ) يا ولسي جرګې نن ولادمير پوتين د 392 رايو په اکثريت د صدراعظم په توګه وټاکه .56 وکيلانو مخافي رايي ورکړې.
دولادمير پوتين د جمهوري رياست دوره د چار شنبې په ورځ په رسمي توګه پاى ته ورسېده . او پرځاى يې ( ديميتري ميدي وديف) لوړه وکړه . ديمتري ميدي وديف دجمهوري رياست دلوړې د مراسمو له بشپړېدو څخه شېبه وروسته ښاغلى پوتين د صدراعظم په توګه ونوماو.
ولادمير پوتين د صدراعظم په ټوګه له ټاکل کېدو څخه وړاندي وويل هغه به ټولنيز اصلاحاتو ته لومړي توب ورکړي. دى وايي ((
دده د حکومت اصلي هدف دخلکو رفا ، سوکالي او د داسي شرايطو راوړل دي چې په هغه کې خلک د عزت ژوند ولري. موږ به خپلې ټولې پروژې او پروګرامونه دغه هدف ته د رسيدو لپاره جوړي کړو))
ديميتري ميدي وديف پارلمان ته وويل دى به له پوتين سره په ګډه کار وکړي. او پوتين به د روسيې دسياستونوپه عملي کولو کې مهم رول ولوبوي.