[ خبرونه ]

دعراق د جمهور رئيس د مېرمنې د موټرو پر کاروان د بم چاودنه سوې ده :
د عراق د جمهوري رياست وياند وايي نن د جمهور رئيس جلال طالباني د مېرمني د موټرو پر بدرکه د بم چاودنه وسوه . د جمهور رئيس مېرمنه ( حايرو ابراهيم احمد) له دغې پېښې څخه روغه رمټه وتلې ، خو دهغې څلور ساتونکي ژوبل سوي دي. هغه يوې کلتور ي غونډې ته روانه وه چې دغه چاودنه رامنځ ته سوه .