[ خبرونه ]

د جورج ډبليوو بوش حکومت د ګرجستان او آبخازيا تر منځ د رامنځ ته سوي پېښې وروسته له دواړو خواوو وغوښتل چې له حوصېلې څخه کار واخلې.
د جورج ډبليوو بوش حکومت د ګرجستان او آبخازيا تر منځ د رامنځ ته سوي پېښې وروسته له دواړو خواوو وغوښتل چې له حوصېلې څخه کار واخلې. په دې سيمه کې روسيه د ابخازيا د بېلتونغوښتونکي سيمې څخه ملاتړ کوي. د سپيني ماڼۍ وېاند ( ټوني فراټو ) وويل امريکا په سيمه کې له ټولو ښکېلو خواوو غواړي په داسي يو عمل لاس پوري نه کړي چې له مخي يې خشونت زيات سي. د امريکا دغه اعلاميه وروسته له هغه خپره سوه کله چې د ګرجستان بېلتون غوښتونکي سيمې دفاعي چارواکو وويل چې دوى د ګرجستان دوى بې پېلوټه څارونکي الوتکې راغورځولي. خو دګرجستان مقات د آبخازيا دغه ادعا ردوي.