www.azadiradio.org
[ windows media ] [ realaudio ] [ listen live ]
 
سه شنبه, 6 مي 2008
 
[ خبرونه ]

print versionemail the site to a friend
د امريکا د انديانا او شمالي کارولاينا په ايالاتو کي راي ورکونکي نن دنوامبر په مياشت کي د جمهوري رياست دراتلونکو انتخاباتو لپاره دديموکرات ګوند د کاند د غوره کولو په سيالي کي راي ورکوي .
د امريکا د انديانا او شمالي کارولاينا په ايالاتو کي راي ورکونکي نن دنوامبر په مياشت کي د جمهوري رياست دراتلونکو انتخاباتو لپاره دديموکرات ګوند د کاند د غوره کولو په سيالي کي راي ورکوي . سناتوره هيلري کلنتن کولي شي په يادو شويو ايالاتو کې له برياليتوب خپل کمپاين ته دوام ورکړي ،خو دبارک اوباما برياوي بيا کولي شي چې ميرمن کلنتن په اغيزمنه توګه دسيالي له ډګرڅخه وباسي. اوس مهال بارک اوباما د ديموکرات ګوند د کانديدو لپاره د لازمو دوه زره پينځه ويشتو انتخابآتي هيتونو دگټلو په سيالي کي تر هيلري کلنتن مخکي دي . که اوبانن په دغو انتخاباتو کې ميرمن کلنتن ته ماته ورکړي ، نو د نوامبرد مياشتي په انتخابآتو کي به وکولي شي چې جمهوري غوښتونکي کانديد جان مک کين سره رقابت وکړي


news archive
 
top of the page
Radio Free Europe / Radio Liberty © 2008 RFE/RL, Inc. All Rights Reserved.webmaster@rferl.org
border