[ خبرونه ]

د ملګرو ملتونو مقامات وايي په ميانمر کې د پروني سختو موسمي توفانونو له امله په لسګونو زره کسان مړه او په سلوګونو نور وژل سوي دي:
د ملګرو ملتونو مقامات وايي په ميانمر کې د پروني سختو موسمي توفانونو له امله په لسګونو زره کسان مړه او په سل ګونه زره کسان بې کوره سوي او د چښلو پاکي اوبه نه لري. د ميانمر حکومت وايي په توفان کې 4000 کسان مړه او نور 3000 لادرکه سوي دي. په (بنکاک ) کې د ملګرو ملتونو د طبعي آفاتو ضد ادارې ويلي چې په ميامنر کې موسمي توفان سخت او لوى مصيبت رامنځ ته کړى دى. مرستندويه ادارې مصيبت ځپلو سيمو ته پلاسټيکي خېمې ، اوبه او نورلازمي مواد رسوي. داسي بريښي چې د توفان له امله به د مړو سويوکسانو شمېر نور هم زيات سي.