[ خبرونه ]

د ناتو عمومي منشي وايي د افغانستان د پوځ د روزني هلي ځلي بايد زياتي شي
د ناتو عمومي منشي ياپ دي هووپ شيفر وايي په افغانستان کي د امنيت د تامين په مقصد بايد چي د ددغه هيواد د ملي پوځ د روزني هلي زياتي زياتي شي.
شيفر په مادريد کي د هسپانيي د بهرنيو چارو له وزير ميګيل انجيل موراتينوس سره په ګډ خبري کنفرنس کي وويل دا به غوره وي هر څومره ژر چي ممکنه وي په افغانستان کي بايد پوځي روزونکي ډلي ولرو ترڅو د افغانستان ملي پوځ په خپلو پښو ودريږي.
د ناتو عمومي منشي دغه راز د افغانستان په بيا رغووني کي د نړيوالي ټولني د زياتي هم غږۍ غوښتنه وکړه.