[ خبرونه ]

د برما خبري رسني وايي د توپان له امله له دوويشت زرو څخه ډير کسان مړه شوي دي . د برما راډيو او تلويزيون بيا د يو څلويشت زرو دورکيدو خبر ورکړي .
د برما خبري رسني وايي د توپان له امله له دوويشت زرو څخه ډير کسان مړه شوي دي . د برما راډيو او تلويزيون بيا د يو څلويشت زرو دورکيدو خبر ورکړي . د برما پوځي حکومت ويلي ددغه توپان له کبله د رامنځ ته شوي بشري فاجعي قربانيانو ته د کمک لپاره د نړيوالو مرستو منلو ته تيار دي .
په ملګرو ملتونو کي د نړۍ لپاره د خوراکي موادو د پروګرام وياند نن ازادي راډيو ته وويل چې زرګونه تنه بي له کومي سرپناه اوسي .
بله خوا د برما خبري رسني وايي چې دمي په لسمه يعني دشنبي په ورځ به د اساسي قانون ټول پوښتنه تر سره شي ، خو د توپان له امله به داوه څلويشت ښآرواليو انتخابات وځڼډيږي .
په دي اړه تفصيل په روانه خبري مجله کي اوريدلي شي .