[ خبرونه ]

روسيه وايي دوه امريکايي پوځي اتشه ديپلوماتان دي ددوى له خاوري څخه ووځي:
دامريکا دبهرنيو چارو و زارت وايي روسيې په مسکو کې د امريکا له سفارت څخه د دوو پوځي اتشه ديپلوماتانو د ايستلو امر کړى دى. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي دوى روسيې له دغه اقدام سره موافق نه دي ، خو عملي کوي يې . امريکايي مقامات وايي د روسيې دغه اقدام د امريکا له هغې فيصلې سره ارتباط نه لري چې څو مياشتې وړاندي يې له واشينګتن څخه دوه روسي ديپلوماتان ايستلوي وو. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې ده .