www.azadiradio.org
[ windows media ] [ realaudio ] [ listen live ]
 
جمعه, 9 مي 2008
 
[ خبرونه ]

print versionemail the site to a friend
ملګرو ملتونو نن وويل د ميانمر پوځي رژيم ددوي ټولي هغه مرستي قبضه کړي چي د توپان مصيبت ځپلو ته يي استولي دي.
ملګرو ملتونو نن وويل د ميانمر پوځي رژيم ددوي ټولي هغه مرستي قبضه کړي چي د توپان مصيبت ځپلو ته يي استولي دي.
د ملګرو ملتونو د نړيوال خوارکي پروګرام وياند پال ريزلي وايي د خوراکي موادو او وسايلو ټولي مرستي يي قبضه شوي . پدغو مرستو کي د زياتي انرژۍ لرونکي ٣٨ ټنه بيسکيټ شامل دي.
ريزلي وايي ملګرو ملتونه ميانمر ته د مرستو له بندولو پرته بل کوم انتخاب نلري .
د ورځي په سر کي ملګرو ملتونو د ميانمر په پوځي رژيم انتقاد کړئ و چي بهرنيو مرستنديو کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي چي له مصيبت ځپلو سره مرستي وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو لوړ رتبه چارواکي او د عمومي منشي مرستيال جان هولمز د ميانمر د پوځي رژيم په واکمنانو غږ وکړ چي خپله کړنلاره دي بدله کړي:
دا ساده خبره ده، مونږ له خلکو سره د مرستي هلي ځلي کوو. پدي کي کوم سياسي ملحوظ نشته . پدي توګه مونږ واقعا د ميانمر پوځي رژيم ته جدي خواست کوو چي له مصيبت ځپلو خلکو سره دي خپلي مرستي هم چټکي کړ ي او دغه راز دي خپله کړنلاره بدله کړي تر څو مونږ د مرستي مواد خلکو ته وروسو.
------
د تيري شنبه د ورځي د توپان له امله چي د ميانمر په تاريخ کي تر ټولو ناوړه حادثه بلل شوي ، له يو ميليونو څخه زيات کسان بي کوره شوي ،او دا شمير خلک دارو درمل او خوراکي مواد هم نلري.
د ميانمر دولتي خبري رسنۍ وايي د توپان له امله لږ تر لږه ٢٣٠٠٠ کسان مړه او له ٤٢٠٠٠ څخه زيات کسان تري تم دي.


news archive
 
top of the page
Radio Free Europe / Radio Liberty © 2008 RFE/RL, Inc. All Rights Reserved.webmaster@rferl.org
border