بلخوا د کندهار په پنځمه ناحیه کې نن سهار دپولیسو د موټرو په کاروان د ماین چاودنه شوې، چې د امنیې قومندان مل پاسوال سید اغا ثاقب په وینا، دوه پولیس او درې ملکي وګړي یې ټپیان کړي .
د کندهار د امنیې قومندان وايي،چې ماین په بایسکل کې ځای پر ځای شوی وو او د ریموټ کنترول په واسطه چاودیدلی دی.
بل خوا د کندهار د روغتون یو تن ډاکتر چې د نوم له اخیستلو څخه یې ډډه کړې د ازادۍ راډیو ته وویل، چې په چاودنه کې ۱۸ تنه ټپیان شوي دي او د ځینو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.
د پيښې مسئولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستي