[ خبرونه ]

د ترکمنستان جمهور ريس قربانقلي بري دي محمد اوف د دوهمي نړيوالي جګړې د پاي ته رسيدو په وياړ نهه سوه زندانيان بښلي دي .
د ترکمنستان جمهور ريس قربانقلي بري دي محمد اوف د دوهمي نړيوالي جګړې د پاي ته رسيدو په وياړ نهه سوه زندانيان بښلي دي . قربانقلي بردي محمد اوف د مستبد جمهور ريس سپرمراد نيازاوف ترمرګ وروسته د دوه زره شپږم ميلادي کال په دسمبر کي قدرت تر لاسه کړ. له هغه مهال راهيسي دا څلورم ځل دي چې جمهورريس محمداوف بنديان معاف کړي . محمد اوف سره له دي چې جمهورريس دي د صداعظمي چاري هم تر سره کوي او د يواځني قانوني ګوند يعني ديموکراتيک ګوند مشر دي او
د تش په نامه ملي جرګې مشري هم کوي .