په افغانستان کې د امریکا په مشري ایتلافي ځواکونه وايي چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې یې تیره ورځ څو تنه وسلوال طالبان وژلي او یو تن یې ژوندی نیولی دی.
دې ځواکونو طالبانو ته د اوښتو تلفاتو دقیق شمیر نه دی څرګند کړی خو په خپلې یوې خپره شوې اعلامیې کې ېې ویلي، چې وسلوالو طالبانو ته د تیرې ورځې تلفات د یو لړ تصفيوي عملیاتو په ترڅ کې رسیدلي دي.