[ خبرونه ]

د آستراليا پوځ نن وويل د هغو ادعاو په اړه څيړني کوي چي وايي عسکرو يي له افغاني بنديانو سره ناوړه چلند کړئ.
د آستراليا پوځ نن وويل د هغو ادعاو په اړه څيړني کوي چي وايي عسکرو يي له افغاني بنديانو سره ناوړه چلند کړئ.
د آستراليا خبري رسنيو ويلي له بنديانو سره د ناوړه چلند خبره د افغانستان د ملي پوځ يوه لوړ رتبه قوماندان د ناتو تر مشرۍ لاندي آيساف ځواکونو سره د غونډي په مهال کړي ده.
د آستراليا نشراتي شبکي يا ABC ويلي د ناوړه چلند ادعا د هغو څلورو طالب وسله والو له خوا شوي چي د اپريل په ٢٧ مه نيټه د ارزګان ولايت په يوې نښتي کي يو آستراليايي عسکر ووژل شو او وسله وال ونيول شول.
د آستراليا د دفاع وزارت ددغي ادعا جزئيات ندي تائيد کړي خو دا يي ويلي چي دا يوه جدي مسله ده.
د آستراليا د دفاع د وزارت يوه وياند ويلي په افغانستان کي د دوي قوماندانانو د دغي مسلي په اړه څيړني پيل کړيدي.
د آستراليا د بهرنيو چارو وزير سټيفن سميت ويلي د څيړنو دنتيجو راپور به ده ته وړاندي کيږي او د آستراليا حکومت د خپلو عسکرو له خوا د هر ډول ناوړه چلند ادعا ډيره جدي بولي .