[ خبرونه ]

امريکا پاکستان ته د خپل پوځي مامور استول لغوه کړي
د امريکا خبري رسنيو نن وويل د امريکا پوځ هغه پلان لغوه کړئ چي غواړي د کيوبا د ګوانتنامو ټاپو کي د امريکايي ځواکونو د زندان پخوانئ قوماندان پاکستان ته واستوي.
نيويارک ټايمز ورځپاڼي ليکلي د امريکا پوځ وروسته له هغي خپل پلان لغوه کړ چي د پاکستان خبري رسنيو د ګوانتنامو د زندان په قوماندان ډګر جنرال هي هووډ باندي انتقادونه وکړل. ټاکل شوي وه چي جنرال هوډ په پاکستان کي د متحده ايالاتو د پوځي مامور په څوګۍ ګمارل شواي واي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي حکومت يي له واشنګټن څخه غوښتي چي د جنرال هوډ ګمارل دي لغوه کړي. د نوموړي د ماموريت د لغوه کيدو د پريکړي په اړه تر اوسه رسمي اعلان ندئ شوئ.