[ خبرونه ]

د افغانستان ددفاع وزارت د هيواد په جنوب كې د نوي عملياتي پلان د پيل اعلان وكړ
د افغانستان ددفاع وزارت د هيواد په جنوب كې د نوي عملياتي پلان د پيل اعلان وكړ .
ددفاع وزارت د اپراسيون رئيس جنرال شيرآغا كريمي نن په ولسي جرګې كې وويل د توري په نامه دغه عمليات دپوليسو اونړيوالو ځواكونو په همكاري تر سره كيږي . دده په وينا دا عمليات به په شپږو مياشتو كې بشپړ شي . ښاغلي كريمي زياته كړه پد ې عملياتو كې به د پوځي چارو تر څنګ خلكو ته مرستي هم ورسول شي .