د روسيي نوي جمهور رئيس دميتري ميدوديف نن پخوانئ جمهور رئيس ولادميير پوتين د صدراعظم په څوکې ونوماوه. ده دا کار د جمهوري ريئس په توګه د لوړي په ځاي کولو څخه دوه ساعته وروسته وکړ.
٤٢ کلن ميدوديف وروسته له هغي په انتخاباتو کي په سلوکي له اوياو زياتي راي خپلي کړي وي چي ولادميير پوتين دئ په خپل ځاي باندئ غوره کړ.
د لوړي په مراسمو کي ميدوتيف وويل د پوتين پاليسو ته به دوام ورکړي:
د اوږدي مودي پراختيا ته - په ساده ډول د څو لسيزو آزادي او ثابتي پراختيا لپاره په تيرو اتو کلونو کي يو قوي بنسټ ايښودل شوئ . مونږ بايد له دغه بي ساري فرصت څخه ګټه واخلو تر څو روسيه په نړۍ کي يو هوسا، ډاډمن او امن هيواد شي. دا زمونږ ستراتيژي ده او د راتلونکو کلونو لپاره زمونږ هدف دئ.
----
پوتين دوه دوري د جمهور رئيس په څوکۍ کار وکړ او د روسيي د اساسي قانون له مخي د ريم ځل پدغي څوکۍ کار نشي کولاي.
د روسيي پارلمان ممکن سبا ته د صدراعظم په څوکۍ د پوتين د ټاکل کيدو په اړه راي ورکړي. کريملن پلوئ ګوند (متحده روسيه) په پارلمان کي اکثريت لري او دپوتين تصويبيدل يقيني بريښي.