[ خبرونه ]

ميدان وردګو ولايت کي دري ښوونځي جوړ شوي
د ميدان وردګ د پوهني رياست وايي ددې ولايت په دوو ولسواليو كې درې نوي ښوونځي جوړشوي او نن يي ګټه اخستنه پيل شوه. د ميدان وردګ د پوهني رياست وياند نقيب الله حيدري آزادۍ راډيو ته وويل ، دا ښوونځي د ولايتي بيا رغاوني د ډلي او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستي د وجهي صندوق لخوا جوړ شوي دي . ويل كيږي ددغو ښونځيو په جوړيدو تقريبا درې ميليونه امريكايي ډالره لګيدلي دى .