[ خبرونه ]

روسيې نن د ايران پر ضد د سترو هيوادونو لخوا اقتصادي بنديزونه قانوني کړل .
روسيې نن د ايران پر ضد د سترو هيوادونو لخوا اقتصادي بنديزونه قانوني کړل . د نړۍ ستر هيوادونه د مارچ په مياشت کې پر ايران ددي اقتصادي بندديزونو پر لګولو موافقه وکړه . ولادمير پوتين وړاندي له دې چې د جمهوري رياست دوره يې پاى ته ورسيږي پردغه فرمان لاسليک کړى او نن دکريملين لخوا خپور سو. دملګرو ملتونو دامنيت شورا د مارچ په مياشت کې وروسته له هغه چې ايران د اټومي حساسو فعاليتونو د بنديدو خبره رد کړه پر دې هيواد د دريم پړاو اقتصادي بنديز ولګول.