[ خبرونه ]

دعراق صدراعظم وايي په خپل هيواد کې به د ايران د مداخلې په اړه شواهد برابر کړي
دعراق صدراعظم وايي په خپل هيواد کې به د ايران د مداخلې په اړه شواهد برابر کړي. نوري ال ماليکي په دې اړه چې وايي ايران په عراق کې مداخله کوي د شواهدو د برابرولو لپاره ديوه کمسيون د جوړولو امر کړى دى. د عراق حکومتي وياند ( علي ال دباغ ) وويل په دې اړه به د عراق دهغه وزارتونو چارواکي چې په امنيتي مسايلوکې لاس لري اسناد او شواهد راټول کړي او دايران حکومت ته به يې وسپاري. . نوموړي زياته کړه عراق په ماضي کې هم دايران دلاس وهني تجريبې درلودلي دي، خو ايران په عراق کې مثبت رول هم لوبولى دئ .