www.azadiradio.org
[ windows media ] [ realaudio ] [ listen live ]
 
جمعه, 9 مي 2008
 
[ خبرونه ]

print versionemail the site to a friend
حزب الله يانو د بيروت ښار لويديځه برخه نيولي
د لبنان د حزب الله ډلي جنګياليو له حکومتي عسکرو سره له دري ورځو پر له پسي جګړو وروسته نن د بيروت ښار لويدځه برخه ونيوله.
پدغو نښتو کي لږ ترلږه ١٠ کسان وژل شويدي.
جګړه دچهارشنبه په ورځ وروسته له هغي پيل شوه چي حکومت د حزب الله ډلي د مخابراتي شبکي د بندولو هڅه وکړه.
د حزب الله ډلي مشر حسن نصرالله د لبنان د حکومت دا عمل د جګړي اعلان وباله .
د حزب الله يانو او د حکومت پلويو سني ډلو تر مڼځ نښتو په لبنان کي د ١٩٧٠ او ١٩٨٠ لسيزو کورنيو جګړو خاطري را تازه کړي او نړيوال يي انديښمن کړيدي.

خبري رسنيو ويلي د لبنان پوځ او پوليس په هغو سنګرونو کي ځاي په ځاي کيږي چي حکومت پلويو سني ډلو په لويديځ بيروت کي پريښي دي.


news archive
 
top of the page
Radio Free Europe / Radio Liberty © 2008 RFE/RL, Inc. All Rights Reserved.webmaster@rferl.org
border