[ خبرونه ]

ايران وايي ٦ مشکوک کسان يې نيولي چې ګمان کيږي د تېري مياشتې په تروريستي حملې کې ښکېل وو.
د ايران د استخاباتو وزير د 6 مشکوکوکسانو د نيولو اعلان کړى چې ګمان کيږي تېره مياشت د ايران د شېراز ښار په يوه مسجد کې په وژونکي چاودنه کې ښکېل ول. د اسختباراتو وزير (محسيني عِجايي ) ددغې ډلې مشر چې ددوى په وينا په ټرريستي حملې کې ښکيل و د ايران په شمال کې دچاوديدونکو مواد ورسره يو ځاى دتيښتې په حال کې نيول سوى دئ . د ايران ايرنا خبري آژانس د عجايي له قوله ليکلي چې مشکوک نيول سوي کسان د ټرريستي ډلې يوه برخه ده او له دوى سره بهرنۍ مرسته سوې ده . تېره مياشت د شېراز په يوه مسجد کې په چاودنه کې 14 کسان مړه او 190 نورژوبل سول.