د امريکاد بهرنيو چارو وزيرې کاندو ليزا رايس نن وويل داباور لري چې سږ کال به د فلسطين او اسرائيلو تر منځ روغه جوړه وسي. کاندو ليزا رائس دغې سيمې ته ته سفر کړى چې د اسرائيلو او فلسطينيانو تر منځ د سولې د خبرو لړۍ ګړندۍ کړي. هغې د خپل سفر پر مهال د اسرائيلو او فلسطيني مقاماتو سره يو لړ غونډي درلودي. مېرمن رايس زياته کړه
((زموږ په فکر ددې امکان سته چې د روان کال تر پايه او د جمهور رئيس بوش د رياست د دورې تر پايه به د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د سولې موافقه وسي))
د بوش د جمهوري رياست دوره د 2009 م کال د جنوري په مياشت کې پاى ته رسيږي.
هغې زياته کړه چې پر فلسطينيانو به فشار راوړي څو پر اسرائيلو د حملو دمخنيوي لپاره خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي. او له اسرائيلو به وغواړي چې چې په لويديځه غاړه کې نوري امنيتي پوستې ليري کړي.