[ خبرونه ]

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي ملي پوليسو په ارزګان ولايت كې د طالبانو حمله په شا تمبولې او يو طالب يې وژلى دى
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي ملي پوليسو په ارزګان ولايت كې د طالبانو حمله په شا تمبولې او يو طالب يې وژلى دى .
ددې وزارت لخوا په يوه خبر پاڼه كې راغلي دا پيښه نن ددې ولايت په مركز ترينكوټ كې شوېده . په اعلاميي كې راغلي ، پدې حمله كې پوليسو ته مرګ ژوبله نده اوښتې ، خو زياتوي چې يو ټپي طالب نيول شويدئ .
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه ندي ويلي .