[ خبرونه ]

نن د مسکو په سره ميدان کي په نازيانو بايندي د شوروي اتحاد د ١٩٤٥ ميلادي کال د بري کليزه په عسکري پريد سره ولمانځل شوه .
نن د مسکو په سره ميدان کي په نازيانو بايندي د شوروي اتحاد د ١٩٤٥ ميلادي کال د بري کليزه په عسکري پريد سره ولمانځل شوه .
د شوروي اتحاد له وخته راهيسي دا لومړئ ځل و چي په سره ميدان کي د عسکري پريډ په مراسمو کي د بلاستيکي توغنديو ويشتونکو او ټانکونو پشمول درندي وسلي وښودل شوې.
د روسيي نوي جمهور رئيس دميتري ميدوديف چي د پوځ د اعلئ قوماندان په توګه يي د لومړي ځل لپاره عسکري پريډ وکوت د غير مسولانه هيلو په ضد يي خبردارئ ورکړ او ويي ويل چي پدغه عمل سره به د نړيوالي شخړي اور ته لمن ووهل شي:
مونږ بايد هر ډول هغه هلي ځلي چي سياسي او مذهبي کرکه رامنځ ته کوي ، مفکوروي تروريزم او بنسټ پالني ته لمن وهي ، د نورو هيوادونو په چارو کي مداخلي کوي اونوي پولي کاږي ، ډيري جدي وبولو.
----
د جمهور رئيس ميدوديف په څنګ ګي ولادمير پوتين چي پرون د روسيي د صدراعظم په څوګۍ وټاکل شو، هم ولاړ و.