www.azadiradio.org
[ windows media ] [ realaudio ] [ listen live ]
 
يكشنبه, 4 مي 2008
 
[ خبرونه ]

print versionemail the site to a friend
د تبت د جلاوطني حکومت مذهبي مشر ( دلاى لاما ) استازي نن له چيني مقاماتو سره خبرې کوي
د تبت د جلاوطني حکومت د مذهبي مشر ( دلاى لاما ) دوه استازي نن دچين په جنوب د ( شين ژين ) په ښار کې له چيني مقاماتو سره خبرې کوي. د مارچ دمياشتې راهسي چې تبتيانو دچين د حاکميت پر ضد مظاهرې او اعتراضونه پيل کړي دي دالومړى ځل دى چې ددواړو خوا ترمنځ خبري کيږي . دغو اعتراضونو او نااراميو په ډيرو هيوادونو کې دالمپيا دمشعل د انتقال مراسم ګډوډ کړل . اعتراض کوونکو په چين کې د اګست د مياشتې دالمپيا د لوبو د بايکاټ کېدو غوښتنه کوله . د چين حکومت پر دلاى لاما تور لګوي چې دغه اعتراضونه يې تحريک کړي څو دپيکينګ د المپيا دلوبو بهير له ستونزو سره مخامخ کړي. دلاى لاما دغه تورنه ردوي.


news archive
 
top of the page
Radio Free Europe / Radio Liberty © 2008 RFE/RL, Inc. All Rights Reserved.webmaster@rferl.org
border