[ خبرونه ]

د آسيا پراختيايي بانګ له هغو بې وسه هيوادونو سره دعاجلو مرستو اعلان کړى دى، چې د خوراکي مواودو د لوړو بيو له ستونزو سره مخامخ دي.
د آسيا پراختيايي بانګ له هغو بې وسه هيوادونو سره دعاجلو مرستو اعلان کړى دى، چې د خوراکي مواودو د لوړو بيو له ستونزو سره مخامخ دي. ددې بانک رئيس ( هارو هيکو کوروډا ) په مادريد کې د دغه بانک په کلنۍ غونډه کې وويل چې دده په وينا د ارزانو خوراکي موادو دوره ښايي چې نوره پاى ته رسېدلې وي . نوموړي ددغه بانک دمالي مرستې په هکله زيات معلومات ورنه کړل، خو زياته يې کړه چې ددغو مرستو اندازه به د بې وسه هيوادونو د غوښتونو پر اساس وټاکل سي. ښاغلي ( کوروډا) وويل چې د آسيايي انکشافي بانک د پېشبيني له مخي به د خوراکي موادو دبيو دزياتيدو له کبله سږ کال به په آسيا کې د انفلاسيون يا تورم درجه تر پنځو فيصدو لوړه سي چې دا په تېرو لسو کلنو کې دانفلاسيون ددرجې زياتوالى ښيي.