د میدان وردګود کلیو د پراختیا رئیس وايي، ددې ولایت په نرخ ولسوالۍکې ۱۱ عام المنفعه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې وسپارل شوې.
جان محمد حکمتجو د ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې پروژو کې د کانالونو کیندل، د کاریزونو پاکول، د اوبو د ذخیرو جوړول او ځینې نورې پروژې شاملې دي.
د نوموړي په وینا په دې پروژو د کلیو د پراختیا د وزارت له بودیجې څخه څه باندې لس ملیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې لس فیصده یې خلکو ورکړي.