www.azadiradio.org
[ windows media ] [ realaudio ] [ listen live ]
 
چهارشنبه, 7 مي 2008
 
[ خبرونه ]

print versionemail the site to a friend
د ملګرو ملتونو يوه چارواکي نن وويل د ميانمر د توپان له وجي شاوخوا يو ميلون کسان بي کوره شويدي
د ملګرو ملتونو يوه چارواکي نن وويل د ميانمر د توپان له وجي شاوخوا يو ميلون کسان بي کوره شويدي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د تنظيم د څانګي وياند ريچارد هورسي وايي د ميانمر د ايرا وادي نږدي ٥٠٠٠ کيلو ميتره مربع ځمکه لا هم تر اوبو لاندي ده.
وروستي ارقام ښيي چي د باد او باران د توپان له وجي شاوخوا ٢٢٥٠٠ کسان مړه او ٤١٠٠٠ نور تري تم شويدي. مرستندويو موسسو خبردارئ ورکړئ په ميانمر کي په زرګونو کسان د ناروغيواو د خوراکي موادو د نشتوالي له ګواښونو سره مخامخ دي. يوه اندازه مرستي دا مهال ميانمر ته رسيدلي خو مرستندويو موسسو د ميانمر له واکمن پوځي رژيم څخه غوښتي چي هيواد ته د نړيوالو کارکوونکو داخليدل دي آسانه کړي تر څو له مصيبت ځپلو کسانو سره مرستي وشي.


news archive
 
top of the page
Radio Free Europe / Radio Liberty © 2008 RFE/RL, Inc. All Rights Reserved.webmaster@rferl.org
border